استاد شحات محمد انور د ۱۹۵۰ کال دجولائي په لومړۍ نیټه د مصر د قهلیه ولایت په کفر الوزیر کلي کې نړۍ ته سترګې رڼې کړې. دهغه د زوکړې څه دپاسه درې میاشتې تیرې وې چې د هغه پلار هم وفات شو او په اته کلنۍ کې د ټول قرآن حافظ شو. د سعید عبدالصمد الزناتي او حمدي زامل په څير استاذان هغه قاریان وو چې د استاد شحات انور د دیره کیدا د ځای په قرآڼی محفلونو کې په شتون سره،فضا ئې معطره کوله او همدغه چاره سبب شوه چې استاد د قرآن د تلاؤت امر تعقیب کړي.د استاد شحات انور یوه ځانګړنه،د هغه په ناڅاپي ځلیدا او د ترقۍ د څوکو په کچ کې کولو چټکتیا ته اشاره کولی شو او تر شل کلنۍ پورې همدغه ځانګړی تلاؤتونه سبب شوي چې نامه ئې د هر چا په خوله شي او هغه ته خاص توجه وشي.هغه په دغه لنډې مودې کې وتوانید له ځانه یو پیاوړی شخصیّت جوړ کړي داسې چې په هغه عزت نفس سره چې ئې درلود، وده او پرمختګ ئې وکړ.
استاد شحات انور،په کرتو د مصر د اوقافو وزارت له خوا او ډير وختونه، له مصر څخه په بهرکې یعني په لندن ، لاس انجلس، اسپانیا، فرانسې ،برازیل، د فارس خلیج د څنډې هیوادونو ، نیجریه ، زئّیر کامرون ،ایران او او نورو ډيرو آسیائي هیوادونو کې د قرآڼ کریم د میلیونونو کسانو په خصوصي بلنو سره سفرونه کړي او د هغه پخپلې وینا په دغو ټولو سفرونو کې ئې دخداوندمتعال له رضا او د مسلمانانو د بریالیتوب پرته بله هیڅ نیّت نه درلود. بلاخره د اسلامی نړۍ ده لوي قاری د ۲۰۰۸کال د جنورۍ په ۱۲ نیټه له نړۍ سترګې پټې کړې چې پخپل جذبونکي تلاؤتونو سره ئې په ایران و بلکې په نړۍ کې د قرآن د تلاؤتونو بهیر ولولناک او پرتم څخه ډک او ډير بدلونونه ئې په کې راوستل. هغه د وفات په وخت یوازې ۵۷ کلن ؤ او د خپل عمر وروستي لس کلونه ئې د ناروغیو په علت تلاؤت ونه کړئ شو.
یاد او خاطره ئې تل ژوندئ.
https://tabriz.iqna.ir/fa/news/4259244